19 چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى نو د هغې سره مۀ څملئ ځکه چې هغه ناپاکه وى.
داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغه راولى، هغه ورله راغله او داؤد ورسره څملاستو. هغه د مياشتنۍ بيمارۍ نه ايله صفا شوې وه. بيا هغه واپس کور ته لاړه.
نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُتخانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.
په تا کښې هغوئ دى چې د خپل پلار د کټ بېحرمتى کوى، په تا کښې هغوئ دى چې د ښځو سره په ماهوارۍ کښې څملى، کله چې هغوئ په شرعى توګه پاکې نۀ وى.
کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. د يو زوئ پېدا کېدو نه پس ښځه تر اووۀ ورځو پورې ناپاکه وى، هم هغه شان چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى.
چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاکه وى. هر څوک چې هغې له لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
کۀ يو سړے د هغې سره په داسې وخت کښې څملى چې مياشتنۍ بيمارى يې وى، نو هغه د هغې د ناپاکۍ په وجه ناپاک دے او اووۀ ورځې به ناپاک وى او هغه بستره هم ناپاکه ده په کومه باندې چې هغه څملى.
د خپلې ښينې سره وادۀ مۀ کوئ چې کله د هغې خور يعنې ستاسو ښځه ژوندۍ وى.
کۀ يو سړے د يوې ښځې سره د هغې د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې څملى، نو هغوئ دواړه به د قوم نه شړلے شى، ځکه چې هغوئ د پاکوالى په حقله اصُول مات کړى دى.