17 چې تاسو د يوې ښځې سره څملئ نو د هغې د لور يا د هغې د نمسۍ سره هم زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ ستاسو خپلوانې دى، دا به يو بد عمل وى.
د خپلې ښينې سره وادۀ مۀ کوئ چې کله د هغې خور يعنې ستاسو ښځه ژوندۍ وى.
کۀ يو سړے يوه ښځه او د هغې مور وادۀ کړى، نو هغوئ درې واړه به په اور کښې سوزولے شى ځکه چې هغوئ ډېر بد عمل کړے دے، ستاسو په مينځ کښې به د داسې کار اجازت نۀ وى.
هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بېحرمتى کوى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې خواښې سره زنا کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.