16 د خپلې ورندارې سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د خپل ورور سپکاوے دے.
کۀ يو سړے خپله ورنداره وادۀ کړى او ورور يې ژوندے وى، نو هغوئ به بېاولاده مړۀ شى. هغۀ يو ناپاکه کار کړے دے او هغۀ د خپل ورور سپکاوے کړے دے.
”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.
ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو. ځکه چې هيروديس بادشاه اوس پخپله د هيرودياس سره وادۀ کړے وو.
خو يحيىٰ هيروديس ګورنر د خپل ورور د ښځې هيرودياس سره په وادۀ کولو او په نورو بدو کارونو ملامته کړو.
کۀ دوه وروڼه يو ځائ اوسيږى او يو د هغوئ نه مړ شى او يو زوئ يې هم پاتې نۀ شى، نو د هغۀ کونډه ښځه به د پردى سړى سره وادۀ نۀ کوى، دا د مړ سړى د ورور ذمه وارى ده چې هغه وادۀ کړى او د هغې سره کوروالے کوى.