هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووۀ ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“