Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 17:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 اِمام به هغه وينه د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې د قربان‌ګاه په طرفونو باندې وشيندى او د خوشبوئى جوړېدو دپاره دې وازګه وسوزوى، په مالِک خُدائ باندې دا خوشبو ښۀ لګى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 17:6
12 Iomraidhean Croise  

بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربان‌ګاه باندې ما ته وسوزوه.


ټول ګډ په قربان‌ګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى.


”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بې‌لارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


د دې حُکم مطلب دا دے چې اِسرائيلو کوم ځناور په کولاو مېدان کښې حلالول نو هغوئ به هغه مالِک خُدائ ته راولى. هغوئ به دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له راولى او د سلامتۍ د نذرانو په توګه به يې حلالوى.


بيا به اِمام دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته وسوزوى.


هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې حلاله کړى. اِمامان به د دې وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى


اِمام به دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه وسوزوى، دا به په مالِک خُدائ باندې يو ښۀ لګېدونکے بوئ وى. د قربانۍ ټوله وازګه د مالِک خُدائ ده.


هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې حلال کړى. د هارون د خاندان اِمامان به هغه وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى


اِمامان به دا هر څۀ د سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


نو هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې هغه حلال کړى. اِمامان به د هغۀ وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى


بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.


خو د غواګانو، ګډو او چېلو وړومبے پېدا شوے بچے به واپس نۀ شى اخستلے، دا به په پوره توګه زما وى او دا به قربانيږى. وينه يې په قربان‌ګاه باندې وشيندئ او وازګه يې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه وسوزوئ، د دې خوشبو په ما باندې ښۀ لګى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan