Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 17:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3-4 کۀ يو اِسرائيلے کس يو غوَيے، يو ګډُورے، يا يو چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې نه بغېر په هر ځائ کښې حلال کړى نو هغۀ به قانون مات کړے وى. هغۀ وينه توئ کړې ده او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 17:3
11 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ کور تر اوسه پورې نۀ وو جوړ شوے، نو ځکه خلقو په علاقائى عبادتخانو کښې قربانۍ پېش کولې.


هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى.


هارون د هغۀ زامنو او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى.


يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک هر يو کس چې د هغوئ سره اوسيږى چې هغه يوه سوزېدونکې نذرانه يا بله څۀ قربانى پېش کوى


هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې حلال کړى. د هارون د خاندان اِمامان به هغه وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan