13 هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ د يو ځناور يا مارغۀ ښکار وکړى کوم چې حلال وى، نو هغه به خامخا د دې وينه په زمکه توئ کړى او په خاوره به يې پټه کړى.
اے زمکې، زما وينه مۀ پټوه، او زما د اِنصاف فرياد دې څوک نۀ ختموى.
يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.
کومه وينه چې يروشلم تويه کړه نو هغه په ميدان کښې په يو کولاو ګټ تويه شوه، داسې نۀ وو شوے چې ګنې په زمکه تويه شوه او دوړې پټه کړه.
دا ځکه مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې نۀ به هغوئ او نۀ به د هغوئ سره مهاجر هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى.
بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى، هغوئ دې هيڅکله هم د مارغانو يا د ځناورو وينه نۀ خورى.
خو تاسو به د هغې وينه نۀ څښئ، تاسو به خامخا د هغې وينه لکه د اوبو په زمکه تويَوئ.
وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د اوبو په شان يې په زمکه تويَوئ.
خو د دې وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، او خامخا يې د اوبو په شان په زمکه تويَوئ.