12 دا ځکه مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې نۀ به هغوئ او نۀ به د هغوئ سره مهاجر هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى.
د هغه مُلک او د بل مُلک خلقو دپاره به يو شان قانون وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.“
نو دې خلقو ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو د وينو نه ډکې غوښې خورئ، او د معبودانو عبادت کوئ، او وينه تويوئ، نو تاسو په داسې کولو سره خپل ځان د دې زمکې حقدار ګڼئ څۀ؟
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربانګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.
هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ د يو ځناور يا مارغۀ ښکار وکړى کوم چې حلال وى، نو هغه به خامخا د دې وينه په زمکه توئ کړى او په خاوره به يې پټه کړى.
يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.