8 هلته به هغه پچه واچوى، دوه تيږې به راواخلى، په يوه باندې به ”مالِک خُدائ دپاره“ نښه واچوى او په بله به ”عزازيل دپاره“ نښه واچوى.
انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.
دا هغه زمکه ده چې تاسو به يې د ميراث په طور د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مينځ کښې تقسيم کړئ، او دا به د هغوئ حِصه وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
چې کوم چېلے د عزازيل دپاره خوښ کړے شوے وى هغه به مالِک خُدائ ته ژوندے پېش کيږى او په بيابان کښې به عزازيل ته وشړلے شى، چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى.
کوم سړى چې دا چېلے په بيابان کښې عزازيل له بوتلے وى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.
بيا به هغه دوه چېلى د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته بوځى.
هارون به هغه چېلے حلال کړى چې د مالِک خُدائ دپاره د پچې په ذريعه خوښ کړے شوے وى او د ګناه د نذرانې په توګه به يې پېش کړى.
د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله.
هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ.