5 د بنى اِسرائيلو قوم به هارون له د ګناه د نذرانې دپاره دوه چېلى او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ورکړى.
د شاهى خاندان او د يهوداه د خلقو د ګناه د کفارې دپاره او د مالِک خُدائ د کور د پاکولو دپاره، هغوئ اووۀ غوَيى، اووۀ ګډان، اووۀ ګډُورى او اووۀ چېلى د يوې نذرانې په توګه بوتلل. بادشاه د هارون د اولاد اِمامانو ته ووئيل چې هغه ځناور په قربانګاه باندې قربانى کړئ.
د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو.
کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.
بيا موسىٰ د ګناه د نذرانې دپاره هغه سخے راوستو او هارون او د هغۀ زامنو د دې په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.
”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.
هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”يو سخے او يو ګډ روان کړه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او مالِک خُدائ ته يې پېش کړه، سخے د ګناه د نذرانې دپاره دے او ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره دے.
د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، د هغې نه علاوه کوم چېلے چې د کفارې دپاره پېش شوے وى او د هرې ورځې نذرانه د هغې د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره.
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،