4 بيا مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه مخکښې دې هارون خامخا غسل وکړى او د اِمامانو لِباس دې واغوندى، د کتان چُوغه او جانګى، پټۍ او پټکے.
د خپل ورور هارون دپاره د اِمامانو جامې جوړې کړه، چې هغۀ ته عزت او ښائست مِلاو شى.
هارون او د هغۀ زامن زما د حضور خېمې دروازې ته راوله او هغوئ له غسل ورکړه.
د هغې نه مخکښې چې هغوئ خېمې ته ننوځى يا چې قربانګاه ته د خوراک نذرانه پېش کولو دپاره نزدې کيږى. نو هغوئ به نۀ مړۀ کيږى.
هارون او د هغۀ زامن د خېمې دروازې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې غسل وکړى.
د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.
کله چې هغوئ بهرنى دربار ته وځى چرته چې خلق دى، هغوئ دې هغه کپړې وباسى چې هغوئ په کښې خِدمت کولو او دا دې په مقدسو کوټو کښې پرېږدى، او نورې جامې دې واچوى، هسې نه چې هغوئ په خپلو کپړو سره خلق مقدس کړى، او د هغوئ ژوند په خطره کښې واچوى.
نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربانګاه په خوا کښې ودرېدل.
نو بيا به هارون مقدسې خېمې ته ننوځى، زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو نه مخکښې هغۀ چې کوم د اِمامانو د کتان لِباس اغوستے وو نو هغه به وباسى او هلته به يې پرېږدى.
هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى.
کوم مشر اِمام چې د پلار په ځائ مقرر شوے وى، هغه به د پاکوالى کفاره ادا کړى. هغه به د اِمامانو د کتان لِباس واغوندى
بيا به اِمام خپله د کتان چُوغه او د کتان جانګے واغوندى، په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى او د قربانګاه په څنګ کښې به يې واچوى.
يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى او د هغې په حقله دروغ ووائى او داسې قسم وخورى چې هغۀ دا نۀ دے موندلے.
فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.
بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو،
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى
ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بېداغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.