34 دا اصُول به د همېشه دپاره وى. په کال کښې يو ځل به خامخا د اِسرائيلو د ټولې ګناه نه د پاکوالى دپاره کفاره ادا کيږى. نو موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.
هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.
په کال کښې يو ځل به هارون د قربانګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربانګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربانګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“
موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې
په هغه ورځ هيڅ کار مۀ کوئ، ځکه چې هغه د کفارې ورځ ده او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وړاندې ستاسو کفاره ادا کيږى.
ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول د هغوئ دپاره دى.
کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل، نو هغوئ هغه سړے د خېمو نه بهر بوتلو چا چې کنځل کړى وُو او سنګسار يې کړو. نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.
د اوومې مياشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ، هيڅ څيز به نۀ خورئ او نۀ به څۀ کار کوئ.
ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى.
بلکې دا قربانيانې هر کال ګناهونه رايادوى.
هغه آسمان ته د خپل ځان د بار بار قربانۍ پېش کولو دپاره داخل نۀ شو څنګه چې مشر اِمام په زمکه باندې کال په کال هغه زيات مقدس ځائ ته د ځناورو د وينى سره ورننوځى.
خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.