31 چې په کومه ورځ باندې هغوئ روژه نيسى او کار نۀ کوى نو هغه به يوه ډېره مقدسه ورځ وى. دا اصُول به د همېشه دپاره وى.
هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى.
ستاسو سره د خپل کار کولو دپاره شپږ ورځې شته، خو اوومه ورځ د سبت يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.
د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.
هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ.
ولې زۀ داسې روژه خوښوم څۀ چې انسان دې په کښې يوې ورځې دپاره خپل ځان عاجز کړى؟ او د لوخې د پاڼې په شان خپل سرونه ټيټ کړى او د ټاټ په جامو کښې په ايرو دپاسه څملى؟ تاسو دې ته روژه وايئ؟ دا ورځ به مالِک خُدائ ته قبوله وى څۀ؟
بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.
د هغې مياشتې د نهمې ورځې د نمرپرېواتو نه د لسمې ورځې د نمرپرېواتو پورې دا خاص ورځ مانځئ، په دې دوران کښې تاسو روژه نيسئ.
خو په اوؤم کال دې زمکه شاړه پاتې شى. دا به مالِک خُدائ ته وقف شوے کال وى. خپل پټى مۀ کَرئ او په خپلو باغونو کښې د انګورو څانګې مۀ قينچى کوئ.