3 هغه زيات مقدس ځائ ته د هغې نه پس داخلېدلے شى چې يو سخے د ګناه د نذرانې دپاره او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره راولى.“
کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.
هغه به يو غوَيے د نذرانې په توګه پېش کړى چې د هغۀ د خپلې ګناه او د هغۀ د خاندان کفاره ادا شى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو
کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.
بيا موسىٰ د ګناه د نذرانې دپاره هغه سخے راوستو او هارون او د هغۀ زامنو د دې په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.
بيا، موسىٰ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ راوستلو او هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه د دې په سر کېښودل.
هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”يو سخے او يو ګډ روان کړه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او مالِک خُدائ ته يې پېش کړه، سخے د ګناه د نذرانې دپاره دے او ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره دے.
بيا اِسرائيلو ته ووايه چې د ګناه د نذرانې دپاره يو چېلے، د يو کال سخے او د يو کال ګډُورے بوځى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، دا به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى،
هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.
خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.