Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 16:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 د ځناور وازګه به په قربان‌ګاه باندې وسوزوى چې د ګناه د نذرانې دپاره ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 16:25
7 Iomraidhean Croise  

بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربان‌ګاه باندې ما ته وسوزوه.


هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى.


کوم سړى چې دا چېلے په بيابان کښې عزازيل له بوتلے وى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.


هغه به يو غوَيے د نذرانې په توګه پېش کړى چې د هغۀ د خپلې ګناه او د هغۀ د خاندان کفاره ادا شى.


او هغه دې د هغه ځناور دا حِصې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. په دې کښې به په کولمو باندې ټوله وازګه،


بيا به هغه د سخى ټوله وازګه واخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan