24 هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى.
د هارون د زامنو دپاره قميصونه، کمربند او ټوپۍ جوړې کړه، چې هغوئ ته عزت او ښائست مِلاو شى.
دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
کله چې اِمامان د مالِک خُدائ په مقدس کور کښې داخل شى، بيا به هغوئ تر هغه وخته بهرنى دربار ته نۀ ځى ترڅو چې هغوئ هغه مقدسې جامې ونۀ باسى په کومو کښې چې هغوئ خِدمت کولو، ځکه چې دا مقدسې دى. هغوئ له پکار دى چې نورې کپړې واچوى د دې نه مخکښې چې هغوئ هغه ځايونو ته ورشى کوم چې د نورو خلقو دپاره دى.“
په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، وروځې او د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو هغه به پاک شى.
د ځناور وازګه به په قربانګاه باندې وسوزوى چې د ګناه د نذرانې دپاره ده.
هر يو اِمام چې ناپاک شى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى، خو بيا به هم هغه مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې يې غسل نۀ وى کړے.
بيا هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”قربانګاه ته لاړ شه او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه پېش کړه چې ستا او د خلقو دپاره کفاره ادا شى. د خلقو دپاره نذرانه پېش کړه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“
بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.