Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 16:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 خپل دواړه لاسونه به د چېلى په سر کېږدى او د ټولو بدو عملونو، ګناهونو او بنى اِسرائيلو د سرکشو اِقرار به وکړى او دا به د چېلى په سر واچوى. بيا به يو مقرر شوے سړے دا چېلے بيابان ته بوځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 16:21
16 Iomraidhean Croise  

کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل.


نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.


زۀ په خپل شرارت باندې پوهه يم، زۀ په خپلو بدو ټول عمر فکرمند يم.


هغه سخے زما د حضور خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى.


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.


هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.


چې کله هارون د زيات مقدس ځائ، د مالِک خُدائ د حضور د ټولې مقدسې خېمې او د قربان‌ګاه د پاکوالى کفاره ادا کول ختم کړى، نو هغه به مالِک خُدائ ته هغه ژوندے چېلے پېش کړى چې د عزازيل دپاره خوښ شوے وو.


چېلے به د ځان سره د هغوئ ټول ګناهونه په بيابان کښې يوې غېر‌ابادې علاقې ته يوسى.


خو ستاسو اولاد به د خپلو ګناهونو او د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناهونو اِقرار وکړى، چې هغوئ زما سره بې‌وفائى کړې ده او زما خِلاف يې سرکشى کړې ده،


کله چې يو کس ګناه وکړى، نو هغه دې خامخا د ګناه اِقرار وکړى،


کله چې مونږ د زړۀ نه ايمان راوړو نو خُدائ پاک مو صادقوى، او کله چې په خپله خولۀ دا اِقرار کوُو نو هغه خلاصون راکوى.


خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan