Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 16:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 چې کله هارون د زيات مقدس ځائ، د مالِک خُدائ د حضور د ټولې مقدسې خېمې او د قربان‌ګاه د پاکوالى کفاره ادا کول ختم کړى، نو هغه به مالِک خُدائ ته هغه ژوندے چېلے پېش کړى چې د عزازيل دپاره خوښ شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 16:20
12 Iomraidhean Croise  

تاسو به هم داسې د مياشتې په اوومه ورځ د هغه چا دپاره وکړئ د چا نه چې غېر ارادې يا په ناپوهۍ کښې ګناه وشى، نو تاسو به د خُدائ د کور دپاره کفاره پېش کړئ.


نو په دې کولو سره به هغه د زيات مقدس ځائ د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د بنى اِسرائيلو د ناپاکۍ او د ټولو ګناهونو نه پاک شى. هغه به د مقدسې خېمې دپاره خامخا داسې وکړى، ځکه چې هغه د کېمپ په مينځ کښې ولاړه ده، کوم ځائ چې ناپاک دے.


هغه دې د خپلې ګوتې سره لږه وينه اووۀ ځله په قربان‌ګاه باندې وشيندى. نو دا به د بنى اِسرائيلو د ګناهونو نه پاکه کړى او مقدسه به يې کړى.


خپل دواړه لاسونه به د چېلى په سر کېږدى او د ټولو بدو عملونو، ګناهونو او بنى اِسرائيلو د سرکشو اِقرار به وکړى او دا به د چېلى په سر واچوى. بيا به يو مقرر شوے سړے دا چېلے بيابان ته بوځى.


خو کۀ د کوم ځناور وينه مقدسې خېمې ته دننه راوړلے شى او د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره استعمال شى، نو هغه ځناور دې نۀ شى خوړلے چې د کوم نه وينه اخستے شوې وى، او دا دې وسوزولے شى.


موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د خپلې ګوتې سره يې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوله، د دې دپاره چې وقف يې کړى. بيا هغۀ پاتې شوې وينه د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه. نو دا يې وقف کړه او د دې کفاره يې ادا کړه.


هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.


نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه، ځکه چې عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره مړ شو او زمونږ دپاره د مړو نه بيا راژوندے شو او هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے او بې‌شکه چې زمونږ شفاعت کوى.


مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.


او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.


نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.


او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan