18 بيا به هغه خامخا د سوزېدونکې نذرانو دپاره بهر قربانګاه ته لاړ شى او پاکه به يې کړى. هغه به لږه د غوَيى وينه او لږه د چېلى وينه واخلى او د قربانګاه په ټولو ښکرونو پورې دې ولګوى.
په کال کښې يو ځل به هارون د قربانګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربانګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربانګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“
تاسو د دې نه لږه وينه واخلئ او د قربانګاه په څلورو ګوټونو کښې په ښکرونو باندې په بره حِصه کښې او د هغې په غاړو باندې وشيندئ، او دغه شان قربانګاه مقدسه کړئ او د هغې دپاره کفاره ورکړئ.
په دوېمه ورځ به تاسو بېعېبه چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کړئ، او قربانګاه به پرې داسې مقدسه کړئ لکه څنګه چې مو په غوَيى باندې پاکه کړې وه.
اِمام به لږه وينه د ګناه د نذرانې نه راواخلى او دا به د خُدائ د کور د دروازې په درشل واچوى، د قربانګاه د برنۍ حصې په څلور واړو ګوټونو، او د خُدائ د کور د دننه دربار په چوکاټونو به يې واچوى.
نو په دې کولو سره به هغه د زيات مقدس ځائ د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د بنى اِسرائيلو د ناپاکۍ او د ټولو ګناهونو نه پاک شى. هغه به د مقدسې خېمې دپاره خامخا داسې وکړى، ځکه چې هغه د کېمپ په مينځ کښې ولاړه ده، کوم ځائ چې ناپاک دے.
د هارون د پاکوالى کفاره ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه واخله د هغۀ د بهر راوتلو پورې، هلته به په خېمه کښې هيڅ څوک نۀ وى. چې په کوم وخت هغه د ځان، د خپل خاندان او د ټول قوم دپاره کفاره ادا کوى،
هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.
اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى.
بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربانګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.
د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، چې د خلقو کفاره ادا شى.
او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.
ځکه هغه څوک چې پاکوونکے دے او هغوئ څوک چې پاکيږى د ټولو پلار يو دے، نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى.