Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 16:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 د هارون د پاکوالى کفاره ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه واخله د هغۀ د بهر راوتلو پورې، هلته به په خېمه کښې هيڅ څوک نۀ وى. چې په کوم وخت هغه د ځان، د خپل خاندان او د ټول قوم دپاره کفاره ادا کوى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 16:17
14 Iomraidhean Croise  

القنه، يروحام، اِلى‌ايل، توح،


هيڅ څوک به تا سره نۀ راخېژى، په ټول غرۀ باندې چې يو کس هم ونۀ ليدلے شى، او نۀ چې د غرۀ په لمن کښې ګډې يا څاروى وڅريږى.“


مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


نو په دې کولو سره به هغه د زيات مقدس ځائ د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د بنى اِسرائيلو د ناپاکۍ او د ټولو ګناهونو نه پاک شى. هغه به د مقدسې خېمې دپاره خامخا داسې وکړى، ځکه چې هغه د کېمپ په مينځ کښې ولاړه ده، کوم ځائ چې ناپاک دے.


بيا به هغه خامخا د سوزېدونکې نذرانو دپاره بهر قربان‌ګاه ته لاړ شى او پاکه به يې کړى. هغه به لږه د غوَيى وينه او لږه د چېلى وينه واخلى او د قربان‌ګاه په ټولو ښکرونو پورې دې ولګوى.


دا د خوشبويۍ د سيزولو وخت وو او بهر ټوله جمع په عبادت کښې مشغوله وه،


د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“


ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے


هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.


خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.


هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.


ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan