Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 16:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د هغې نه پس، هغه به چېلے د خلقو دپاره د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړى، وينه به يې زيات مقدس ځائ ته راوړى، د صندوق د کفارې په تخت او په مخکښې به يې وشيندى، هم هغه شان چې څنګه يې د غوَيى د وينې سره کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 16:15
15 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.


بيا به هغه سخے د خېمو نه بهر يوسى او وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره پېش کړے شوے سخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګناه د کفارې دپاره ده.


بيا به مشر اِمام د سخى لږه وينه واخلى او خېمې ته به يې دننه يوسى.


موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.


او يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، دا به د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د څښلو د نذرانې نه به علاوه وى.


هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.


نو په دې وجه هغه ضرور د خپلو او هم د خلقو د ګناهونو دپاره قربانى پېش کوى.


دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے،


او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.


هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.


کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى،


او د دوېمې پړدې نه وروستو هغه خېمه وه چې ورته زيات مقدس ځائ وائى.


خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan