14 هغه به د غوَيى لږه وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به يې د صندوق د کفارې تخت نمرخاتۀ طرف ته وشيندى او بيا به لږه د لوظ صندوق د کفارې تخت په مخکښې اووۀ ځله وشيندى.
هغه دې د خپلې ګوتې سره لږه وينه اووۀ ځله په قربانګاه باندې وشيندى. نو دا به د بنى اِسرائيلو د ګناهونو نه پاکه کړى او مقدسه به يې کړى.
خپله ګوته دې په وينه کښې ډُوبه کړى او هغه دې اووۀ ځله د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې په مخکښې وشيندى.
هغۀ څۀ تېل اووۀ ځله په قربانګاه، د دې په سامان او د وينځلو په ښانک او د دې په بېخ باندې وشيندل، د دې دپاره چې دا مالِک خُدائ ته وقف کړى.
اِلىعزر به بيا د هغې څۀ وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به اووۀ ځلې وينه خېمې ته مخامخ وشيندى.
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو.
ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى.
او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.
کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى،
او هم دغه شان هغۀ په خېمه کښې او په عبادت کښې استعمالېدونکو ټولو څيزونو باندې وينه ونوستله.
هغه آسمان ته د خپل ځان د بار بار قربانۍ پېش کولو دپاره داخل نۀ شو څنګه چې مشر اِمام په زمکه باندې کال په کال هغه زيات مقدس ځائ ته د ځناورو د وينى سره ورننوځى.
خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.