11 چې کله هارون غوَيے د خپلې ګناه او د خپل خاندان د ګناه دپاره د نذرانې په توګه قربانى کړى،
هغه زيات مقدس ځائ ته د هغې نه پس داخلېدلے شى چې يو سخے د ګناه د نذرانې دپاره او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره راولى.“
او د زيات مقدس ځائ، د مالِک خُدائ د حضور ټولې مقدسې خېمې، قربانګاه، د اِمامانو او د ټول قوم د پاکوالى کفاره به ادا کړى.
هغه به يو غوَيے د نذرانې په توګه پېش کړى چې د هغۀ د خپلې ګناه او د هغۀ د خاندان کفاره ادا شى.
بيا هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”قربانګاه ته لاړ شه او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه پېش کړه چې ستا او د خلقو دپاره کفاره ادا شى. د خلقو دپاره نذرانه پېش کړه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“
او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.
خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.