Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 16:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 چې کوم چېلے د عزازيل دپاره خوښ کړے شوے وى هغه به مالِک خُدائ ته ژوندے پېش کيږى او په بيابان کښې به عزازيل ته وشړلے شى، چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 16:10
12 Iomraidhean Croise  

هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کوم چې د جذام د بيمارۍ نه پاکولے شى او بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والوځى.


هلته به هغه پچه واچوى، دوه تيږې به راواخلى، په يوه باندې به ”مالِک خُدائ دپاره“ نښه واچوى او په بله به ”عزازيل دپاره“ نښه واچوى.


هارون به هغه چېلے حلال کړى چې د مالِک خُدائ دپاره د پچې په ذريعه خوښ کړے شوے وى او د ګناه د نذرانې په توګه به يې پېش کړى.


ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو،


هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.


خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.


او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.


په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan