9 په کوم زين چې هغه سړے کښېنى چې د کوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى نو هغه زين به ناپاک وى.
راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو او هغه يې د اوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو او په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ موندل.
هر څوک چې هر هغه څيز له ګوتې وروړى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. کۀ څوک هر هغه څيز يوسى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.
چې د کوم سړى د ذکر نه اوبۀ ځى کۀ هغه په يو پاک کس توکاڼې اوتُوکى، نو هغه کس به خامخا جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.