ليويانو 15:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 يا په هر څۀ باندې کښېنى په کوم باندې چې هغه سړے ناست وى نو هغه به جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. Faic an caibideil |
دا ځناور ستاسو دپاره ناپاک دى، هر څوک چې دې مړو ځناورو ته لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى يعنې ټول نوکونه لرونکى ځناور، خو د هغې نه بغېر چې نوکونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، او ټول څلور پښې لرونکى ځناور چې پنجې لرى. چې دا ځناور مړۀ وى او هر څوک ورله لاس وروړى يا يې يوسى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.