دا ځناور ستاسو دپاره ناپاک دى، هر څوک چې دې مړو ځناورو ته لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى يعنې ټول نوکونه لرونکى ځناور، خو د هغې نه بغېر چې نوکونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، او ټول څلور پښې لرونکى ځناور چې پنجې لرى. چې دا ځناور مړۀ وى او هر څوک ورله لاس وروړى يا يې يوسى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.