33 دا د داسې ښځې په حقله دى چې د هغې مياشتنۍ بيمارى وى، يا د يو سړى په حقله چې د يوې ښځې سره څملى کومه چې ناپاکه وى.
چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاکه وى. هر څوک چې هغې له لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
دا اصُول د هغه سړى په حقله دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى،
مالِک خُدائ موسىٰ ته د هارون د دوو زامنو د مرګ نه پس وفرمائيل چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کړو کوم چې خُدائ پاک ته قبول نۀ وو.
کۀ يو سړے د يوې ښځې سره د هغې د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې څملى، نو هغوئ دواړه به د قوم نه شړلے شى، ځکه چې هغوئ د پاکوالى په حقله اصُول مات کړى دى.