32 دا اصُول د هغه سړى په حقله دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى،
د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“
نو دا د ځناورو او مارغانو په حقله قانون دے، د هغه هر ژوندى څيز په حقله چې په اوبو کښې اوسيږى او چې په زمکه ګرځى.
نو دا قانون په کپړه د پشم په حقله دے، کۀ هغه پشم په وړۍ يا په لټه وى، يا د لټې يا د وړۍ په کپړه وى، يا د څرمنې جوړ شوى څيز باندې وى، نو د دې په بنياد به فېصله کولے شى چې دا پاک دى او کۀ ناپاک دى.
دا اصُول د هغه کس د پاکوالى دپاره دى چې د جذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى،
دا قانون د هغه چا دپاره دے چې د جذام بيمارى لرى خو د خپل پاکوالى دپاره عامې نذرانې نۀ شى اخستلے.
دا قانون د جذام بيمارۍ او خارښت په حقله دے،
کله چې د يو سړى نه منى ووځى، نو هغه به خامخا خپل ټول بدن ووينځى او هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکړه چې څوک ناپاک وى هغه به لرې اوسيږى، نو د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې بېعزتى به نۀ کيږى، کومه چې د خېمو په مينځ کښې ده. کۀ هغوئ بېعزتى وکړه، نو مړۀ به شى.
دا د داسې ښځې په حقله دى چې د هغې مياشتنۍ بيمارى وى، يا د يو سړى په حقله چې د يوې ښځې سره څملى کومه چې ناپاکه وى.
کۀ يو سړے په خېمه کښې مړ شى، هر څوک چې د هغۀ د مرګ په وخت په خېمه کښې وى يا ورننوځى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.
دا قانون د داسې واقعو دپاره دے کۀ چرې يو سړے غېرت وکړى او شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربانګاه په مخکښې ودرولے شى او اِمام به دا رسم ادا کړى.
د قانون په مطابق کله چې هغه کس د نذير په حيثيت خپل قسم پوره کړى، نو هغوئ به دا رسم ادا کوى. هغوئ به د مقدسې خېمې دروازې ته ورشى