24 کۀ يو سړے د هغې سره په داسې وخت کښې څملى چې مياشتنۍ بيمارى يې وى، نو هغه د هغې د ناپاکۍ په وجه ناپاک دے او اووۀ ورځې به ناپاک وى او هغه بستره هم ناپاکه ده په کومه باندې چې هغه څملى.
نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُتخانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.
په تا کښې هغوئ دى چې د خپل پلار د کټ بېحرمتى کوى، په تا کښې هغوئ دى چې د ښځو سره په ماهوارۍ کښې څملى، کله چې هغوئ په شرعى توګه پاکې نۀ وى.
دا د داسې ښځې په حقله دى چې د هغې مياشتنۍ بيمارى وى، يا د يو سړى په حقله چې د يوې ښځې سره څملى کومه چې ناپاکه وى.
چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى نو د هغې سره مۀ څملئ ځکه چې هغه ناپاکه وى.
کۀ يو سړے د يوې ښځې سره د هغې د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې څملى، نو هغوئ دواړه به د قوم نه شړلے شى، ځکه چې هغوئ د پاکوالى په حقله اصُول مات کړى دى.
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.
په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.