ليويانو 15:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21-23 هر څوک چې د هغې بسترې يا هر هغه څيز له لاس وروړى چې په کوم باندې هغه ناسته وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. Faic an caibideil |
دا ځناور ستاسو دپاره ناپاک دى، هر څوک چې دې مړو ځناورو ته لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى يعنې ټول نوکونه لرونکى ځناور، خو د هغې نه بغېر چې نوکونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، او ټول څلور پښې لرونکى ځناور چې پنجې لرى. چې دا ځناور مړۀ وى او هر څوک ورله لاس وروړى يا يې يوسى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.