Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 15:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. کۀ د سړى د ذکر نه څۀ اوبۀ ووځى، نو هغه اوبۀ ناپاکې دى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 15:2
15 Iomraidhean Croise  

د دې سزا دې په يوآب او د هغۀ په مکمل خاندان راشى. د هغۀ د خاندان په هر نسل کښې دې داسې سړى وى چې د هغوئ د ذکر نه منى ځى يا جذامى وى يا ښځونک، يا په جنګ کښې مړۀ شى يا د هغوئ سره د خوراک کمے وى.“


هغۀ خپل شريعت يعقوب ته ورکړو، او خپل اصُول يې د بنى اِسرائيلو دپاره جوړ کړل. او هغۀ زمونږ پلار نيکۀ ته حُکم وکړو، چې خپلو ماشومانو ته دې تعليم ورکړى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل


کۀ د هغۀ د ذکر نه اوبۀ روانې وى يا بند وى نو هغه ناپاک وى.


د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى


کۀ څوک په غلطۍ سره د انسان يو ناپاک ځائ يا څيز له لاس وروړى، خو چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ دا خطا کړې ده نو هغه په دې سره ناپاکه او ګناه ګار دے.


”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى.


نو سمدستى يوه ښځه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله، د شا د طرفه راغله او د هغۀ د چُوغې لمن له يې لاس وروړو


په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله.


په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله او هيچا يې علاج نۀ شو کولے.


په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan