18 د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغه راولى، هغه ورله راغله او داؤد ورسره څملاستو. هغه د مياشتنۍ بيمارۍ نه ايله صفا شوې وه. بيا هغه واپس کور ته لاړه.
ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.
او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“
کله چې د يو سړى نه منى ووځى، نو هغه به خامخا خپل ټول بدن ووينځى او هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
هر څيز چې د کپړې يا څرمنې نه جوړ وى او منى ورباندې پرېوځى نو خامخا به وينځلے شى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.
هر څوک چې د هغۀ بسترې له لاس وروړى
ستاسو په خيال چې ټول څيزونه تاسو ته روا دى خو زۀ وايم چې ټول څيزونه فائده مند نۀ دى. کۀ تاسو ټول څيزونه ځان دپاره روا ګڼئ خو بيا هم خپل ځان د هغوئ غلام مۀ جوړَوئ.
د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى.
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.
په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.
خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.