17 هر څيز چې د کپړې يا څرمنې نه جوړ وى او منى ورباندې پرېوځى نو خامخا به وينځلے شى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.
کله چې د يو سړى نه منى ووځى، نو هغه به خامخا خپل ټول بدن ووينځى او هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى
په ماښام کښې دې هغه غسل وکړى او د نمرپرېواتۀ په وخت کښې هغه واپس کېمپ ته راتلے شى.
ځينې د اور لمبو نه راوچت کړئ او بچ يې کړئ، او په يرې سره په ځينې خلقو رحم کوئ، او د هغۀ د هغه ګناه نه نفرت کوئ په کوم چې هغه تور شوے دے.