Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 15:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د کوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى کۀ هغۀ خپل لاسونه نۀ وى وينځلى او چا له ګوتې وروړى، نو هغه کس به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 15:11
5 Iomraidhean Croise  

دا ځناور ستاسو دپاره ناپاک دى، هر څوک چې دې مړو ځناورو ته لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى يعنې ټول نوکونه لرونکى ځناور، خو د هغې نه بغېر چې نوکونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، او ټول څلور پښې لرونکى ځناور چې پنجې لرى. چې دا ځناور مړۀ وى او هر څوک ورله لاس وروړى يا يې يوسى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.


هر څوک چې هر هغه څيز له ګوتې وروړى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. کۀ څوک هر هغه څيز يوسى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


هغه سړے کۀ د خټو لوښى له لاس وروړى نو دا به ماتولے شى او کۀ د لرګى لوښى له لاس وروړى نو خامخا به وينځلے شى.


يو ناپاک کس چې څۀ څيز له هم ګوتې وروړى نو هغه به ناپاک وى او نور هر څوک چې هغه څيز له ګوتې وروړى نو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.“


په ماښام کښې دې هغه غسل وکړى او د نمرپرېواتۀ په وخت کښې هغه واپس کېمپ ته راتلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan