9 په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، وروځې او د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو هغه به پاک شى.
او دا به د غلې نذرانې سره په قربانګاه باندې پېش کړى. نو اِمام به د پاکوالى کفاره ادا کړى او هغه کس به پاک شى.
هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى.
کۀ د هغۀ وقف شوى وېښتۀ داسې ناپاک شى چې هغه د يو داسې کس په خوا کښې وى چې ناڅاپه مړ شى، نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار وکړى او بيا به خپل وېښتۀ کل کړى، او هغه به پاک شى.
طريقه دا ده، په هغوئ باندې د پاکوالى اوبۀ وشينده او هغوئ ته ووايه چې ټول بدن کل کړى او خپلې جامې ووينځى. نو هغوئ به پاک شى.
هغه خپل کور ته بوځئ، هلته به خپل سر کل کړى، نوکونه به پرې کړى،