8 هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى.
عُزياه باقى ټول عُمر د خپل مرض په وجه ناپاک وو. بيا د دې قابل نۀ شو چې د مالِک خُدائ کور ته ورننوتے وو او هغه په يو ځان له کور کښې اوسېدو، خپل ټول کارونه يې پرېښودل. په دې دوران کښې د هغۀ زوئ يوتام په مُلک حکومت کولو.
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى
بيا موسىٰ د غرۀ نه راکوز شو او خلقو ته يې وفرمائيل چې د عبادت دپاره خپل ځانونه پاک کړئ. نو هغوئ خپلې جامې ووينځلې،
او دا به د غلې نذرانې سره په قربانګاه باندې پېش کړى. نو اِمام به د پاکوالى کفاره ادا کړى او هغه کس به پاک شى.
په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، وروځې او د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو هغه به پاک شى.
د کوم سړى چې د ذکر نه اوبۀ ځى او هغه روغ شى نو د هغې نه پس، هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى او بيا به خپلې جامې ووينځى او د چينې په تازه اوبو کښې به غسل وکړى او هغه به پاک شى.
موسىٰ هارون او د هغۀ زامن مخکښې راوستل او هغوئ له يې په اوبو غسل ورکړو.
کۀ د هغۀ وقف شوى وېښتۀ داسې ناپاک شى چې هغه د يو داسې کس په خوا کښې وى چې ناڅاپه مړ شى، نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار وکړى او بيا به خپل وېښتۀ کل کړى، او هغه به پاک شى.
طريقه دا ده، په هغوئ باندې د پاکوالى اوبۀ وشينده او هغوئ ته ووايه چې ټول بدن کل کړى او خپلې جامې ووينځى. نو هغوئ به پاک شى.
هغه خپل کور ته بوځئ، هلته به خپل سر کل کړى، نوکونه به پرې کړى،
او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.