Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 14:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کوم چې د جذام د بيمارۍ نه پاکولے شى او بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والوځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 14:7
29 Iomraidhean Croise  

اليشع يو نوکر بهر ورولېږلو چې هغۀ ته ووائى چې، ”لاړ شه او خپل ځان د اُردن په سيند کښې اووۀ ځل ووينځه، نو ستا څرمن به بيا ښۀ شى او تۀ به د جذام نه روغ شې.“


نو نعمان د اُردن سيند ته کوز شو، اووۀ ځل يې خپل ځان په کښې غوپه کړو، لکه چې څنګه اليشع ورته فرمائيلى وُو او هغه بلکل روغ شو. د هغۀ څرمن د يو ماشوم په شان روغه شوه.


ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.


تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.


اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.


زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


نو اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ هغۀ ته پته ولګى چې دا بيمارى د هغۀ د ټول وجود نه ختمه شوې ده، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. کۀ دې بيمارۍ سره د هغۀ ټول وجود سپين شوے وى، نو هغه پاک دے.


هغه به يې بيا وګورى. کۀ زخم سپين شوے وى، نو هغه پاک دے او اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے.


بيا به هغه د دِيار لرګے، د وېلنى څانګه، تک سور تار او هغه ژوندے مارغۀ واخلى او دا به د هغه حلال شوى مارغۀ په وينه کښې او په تازه اوبو کښې ډُوب کړى. او دا وينه او اوبۀ دې په کور باندې اووۀ ځله وشيندى.


هغه به د غوَيى لږه وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به يې د صندوق د کفارې تخت نمرخاتۀ طرف ته وشيندى او بيا به لږه د لوظ صندوق د کفارې تخت په مخکښې اووۀ ځله وشيندى.


هغه دې د خپلې ګوتې سره لږه وينه اووۀ ځله په قربان‌ګاه باندې وشيندى. نو دا به د بنى اِسرائيلو د ګناهونو نه پاکه کړى او مقدسه به يې کړى.


چېلے به د ځان سره د هغوئ ټول ګناهونه په بيابان کښې يوې غېر‌ابادې علاقې ته يوسى.


خپله ګوته دې په وينه کښې ډُوبه کړى او هغه دې اووۀ ځله د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې په مخکښې وشيندى.


هغه به خپله ګوته په وينه کښې ډُوبه کړى او دا دې اووۀ ځله د مقدسې پړدې مخې ته وشيندى.


هغۀ څۀ تېل اووۀ ځله په قربان‌ګاه، د دې په سامان او د وينځلو په ښانک او د دې په بېخ باندې وشيندل، د دې دپاره چې دا مالِک خُدائ ته وقف کړى.


تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.


هغه به خامخا په درېمه ورځ او په اوومه ورځ خپل ځان د پاکوالى په اوبو باندې پاک کړى، نو هغه به پاک شى. خو کۀ هغه په درېمه ورځ او په اوومه ورځ باندې خپل ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى.


خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.


نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.


او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.


کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى،


ځکه چې کله موسىٰ ټول اُمت ته د شريعت هر يو حُکم واورولو نو هغۀ د سخو او چېلو وينه د اوبو او سرې وړۍ او د ويلنې سره راواخسته او په خپله يې په هغه کِتاب او په ټول اُمت ونوستله،


او هم دغه شان هغۀ په خېمه کښې او په عبادت کښې استعمالېدونکو ټولو څيزونو باندې وينه ونوستله.


ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.


تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.


عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan