Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 14:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 دا قانون د جذام بيمارۍ او خارښت په حقله دے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 14:54
16 Iomraidhean Croise  

نو دا د ځناورو او مارغانو په حقله قانون دے، د هغه هر ژوندى څيز په حقله چې په اوبو کښې اوسيږى او چې په زمکه ګرځى.


اِمام به زخم وګورى او کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى او زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے.


دا اصُول د هغه کس د پاکوالى دپاره دى چې د جذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى،


دا قانون د هغه چا دپاره دے چې د جذام بيمارى لرى خو د خپل پاکوالى دپاره عامې نذرانې نۀ شى اخستلے.


بيا به هغه ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې د ښار نه بهر په هوا کښې والوځى. نو داسې هغه به د کور د پاکوالى دپاره کفاره ادا کړى او دا به پاک شى.


دا اصُول د هغه سړى په حقله دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى،


دا د غلې نذرانې دپاره اصُول دى. د هارون د خاندان يو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربان‌ګاه په مخکښې د غلې نذرانه پېش کړى.


هارون او د هغۀ زامنو ته د ګناه د نذرانې دپاره دا اصُول وښايه. د ګناه د نذرانې ځناور به د مالِک خُدائ په حضور کښې حلالولے شى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى. دا يوه ډېره مقدسه نذرانه ده.


چې هارون او د هغۀ زامنو ته د سوزېدونکې نذرانو په حقله دا اصُول وښايه. يوه سوزېدونکې نذرانه به ټوله شپه په قربان‌ګاه باندې پرېښودلے شى او اور دې بل وساتلے شى.


د ګناه د نذرانو د ورکولو دپاره دا اصُول دى، کومې چې ډېرې مقدسې دى.


دا اصُول د سوزېدونکې نذرانو دپاره دى، د غلې نذرانو دپاره، د ګناه نذرانو، د ګناه د تاوان د نذرانو، د مقررولو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو دپاره دى.


کۀ يو سړے په خېمه کښې مړ شى، هر څوک چې د هغۀ د مرګ په وخت په خېمه کښې وى يا ورننوځى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.


دا قانون د داسې واقعو دپاره دے کۀ چرې يو سړے غېرت وکړى او شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربان‌ګاه په مخکښې ودرولے شى او اِمام به دا رسم ادا کړى.


د قانون په مطابق کله چې هغه کس د نذير په حيثيت خپل قسم پوره کړى، نو هغوئ به دا رسم ادا کوى. هغوئ به د مقدسې خېمې دروازې ته ورشى


کله چې تاسو د جذام بيمارۍ په وجه په تکليف کښې يئ، نو هم هغه شان کوئ څنګه چې درته د ليوى قبيلې اِمامان وائى، ما چې هغوئ ته کوم اصُول ښودلى دى په هغې عمل کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan