او يا کۀ دا مړۀ وى او په څۀ څيز باندې وغورزيږى، نو هغه به ناپاک وى. هغه څيز کۀ د لرګى نه جوړ وى، کپړه، څرمن، يا بوجۍ وى، کۀ هر څيز دپاره هم استعماليږى. هغه څيز به په اوبو کښې غوپه کړے شى، خو دا به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.
کۀ هر څوک د دې ځناور څۀ غوښه وخورى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى، هر څوک چې دا مړۀ ځناور يوسى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.
هر څوک چې هر هغه څيز له ګوتې وروړى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. کۀ څوک هر هغه څيز يوسى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.