45 هغه کور دې خامخا وران کړے شى او د دې کاڼى، لرګى او د دې ټولې خاورې دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى.
نو هغوئ د عبادت ستنه او عبادتخانه تباه کړه او عبادتخانه په ټټۍ بدله شوه او تر نن ورځې پورې شته دے.
هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله.
هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو.
بيا د دې نه يو څو وېښتۀ راواخله او په اور کښې يې واچوه او وې سوزوه. د هغې نه به اور ټولو بنى اِسرائيلو ته خور شى.
بيا دې هغه دننه ټول دېوالونه وتراشى او هغه راغورزېدلې خاوره دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى.
هر څوک چې هغه کور ته دننه لاړ شى کله چې هغه تاله وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.
بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“
خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى.