41 بيا دې هغه دننه ټول دېوالونه وتراشى او هغه راغورزېدلې خاوره دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى.
هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.
هغوئ به د صور دېوالونه تباه کړى او د هغۀ برجونه به راګزار کړى او زۀ به د هغوئ ملبه داسې جارُو کړم چې لکه د صفا ګټ په شان پاتې شى.
هغه به حُکم وکړى چې هغه کاڼى دې لرې کړے شى چې په کومو باندې پشم ښکارى او د ښار نه بهر په يو ناپاک ځائ کښې دې وغورزولے شى.
چې کوم کاڼى لرې کړے شوى وى نو د هغې په ځائ دې نور استعمال کړے شى او دېوالونه دې په نوې خټه باندې لېو کړے شى.
هغه کور دې خامخا وران کړے شى او د دې کاڼى، لرګى او د دې ټولې خاورې دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى.
نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“
عيسىٰ چې د ګدريانو علاقې ته پورې وتو نو د قبرستان نه دوه سړى راووتل چې پيريانو نيولى وُو او دومره خطرناک وُو چې څوک هم په هغه لاره ترې نۀ شُو تېرېدلے.
په هغوئ کښې هميناوس او سکندر شامل دى چې ما شېطان ته حواله کړل چې هغوئ دا زده کړى چې نور کُفر ونۀ غروى.
خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.