40 هغه به حُکم وکړى چې هغه کاڼى دې لرې کړے شى چې په کومو باندې پشم ښکارى او د ښار نه بهر په يو ناپاک ځائ کښې دې وغورزولے شى.
څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه، زۀ به هغه چپ کوم. د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى، هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.
پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى.
په اوومه ورځ به هغه واپس راشى او بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى،
بيا دې هغه دننه ټول دېوالونه وتراشى او هغه راغورزېدلې خاوره دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى.
بيا دې جامې بدلې کړى او ايرې دې د خېمو نه بهر يو پاک ځائ ته يوسى.
کۀ هغه د هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندې کړئ او کۀ چرې هغه د جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا د هغۀ سره داسې سلوک وکړئ لکه چې د يو غېر يهودى، يا محصولچى سره کولے شى.
هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى.
خُدائ پاک به په خپله د هغوئ عدالت وکړى څوک چې مونږ نه بهر دى. ”هغه بد سړے د خپل مينځ نه وشړئ.“
د يو او دوه ځله نصيحت ورکولو نه پس د هر هغه چا سره تعلق ختم کړه څوک چې بېاتفاقى جوړوى.
زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل.
خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.
خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښې شته چې تۀ د نيکليانو د کارونو نه نفرت کوې لکه چې زۀ يې ترې کوم.
خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.