39 په اوومه ورځ به هغه واپس راشى او بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى،
کۀ داغ خور شى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاکه دے، دا د بيمارۍ يوه نښه ده.
اِمام به هغه په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ دا خوريږى، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے.
اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ زخم خور شوے وى، نو هغۀ ته ضرورت نشته چې زېړ بخن وېښتۀ وګورى، هغه کس ښکاره ناپاک دے.
هغه به دا په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ پشم پرې خور شوے وى، نو هغه څيز ناپاک دے.
اِمام به د هغه کور نه لاړ شى او اووۀ ورځې به يې بند وساتى.
هغه به حُکم وکړى چې هغه کاڼى دې لرې کړے شى چې په کومو باندې پشم ښکارى او د ښار نه بهر په يو ناپاک ځائ کښې دې وغورزولے شى.