38 اِمام به د هغه کور نه لاړ شى او اووۀ ورځې به يې بند وساتى.
خو کۀ زخم سپين وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى او وېښتۀ هم سپين شوى نۀ وى، نو اِمام به هغه د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا وساتى.
اِمام به يې وګورى او هغه څيز به تر اووۀ ورځو پورې جدا کېږدى.
او پشم به وګورى. کۀ په دې کښې شين بخن يا سور بخن داغونه وى چې دېوال خرابوى،
په اوومه ورځ به هغه واپس راشى او بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى،