37 او پشم به وګورى. کۀ په دې کښې شين بخن يا سور بخن داغونه وى چې دېوال خرابوى،
اِمام به زخم وګورى او کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى او زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے.
خو چې کوم ځائ ګنجے وى کۀ په هغې باندې سپين يا سور بخن سپين زخم ښکاره شى، نو دا د جذام بيمارى ده.
کۀ دا پشم شين بخن يا سور بخن وى، دا يو خورېدونکے پشم دے او دا به خامخا اِمام ته ښودلے شى.
نو چې کله اِمام پشم ليدلو له هلته ورځى نو هغه به حُکم وکړى چې هر څۀ دې د هغه کور نه بهر وويستلے شى، هسې نه چې د هغه کور ټول سامان ناپاکه اِعلان کړے شى. نو د دې نه وروسته دې اِمام کور ته ورشى
اِمام به د هغه کور نه لاړ شى او اووۀ ورځې به يې بند وساتى.