Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 14:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34-35 او د هغه کورونو په حقله دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدونکى پشم په حقله وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو دپاره وُو چې کله هغوئ د کنعان مُلک ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کوم مُلک چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستے دے، نو هغه به خامخا ځى او د دې په حقله به اِمام ته وائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 14:34
28 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


پاڅه، روان شه او په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“


زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى.


زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل


د زخمونو، پړسوب، يا دانو، او يا په جامو يا کورونو کښې د پشم په حقله دے.


خو ما ستاسو سره وعده کړې ده چې هغه مُلک ستاسو خپل شى چې زرخېز او آباد وى او هغه به زۀ تاسو له درکړم. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ.


”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى، د مالِک خُدائ د درناوى دپاره په هر اوؤم کال تاسو هغه زمکه مۀ کَرئ.


کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟


کله چې مالِک خُدائ حکم وکړى، نو بيا به هغه غټ او واړۀ کورونه دړې وړې کړى.


غوږ شئ، مالِک خُدائ ښار ته آواز کوى. او ستا د نوم نه يرېدل حکمت دے. ”په هغه چوکه غور وکړئ او په هغۀ هم چا چې مقرر کړې ده.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، زۀ به دا لعنت بهر ولېږم، او دا به د غل کور ته او د هغه چا کور ته ورننوځى څوک چې زما په نوم د دروغو قسمونه خورى. دا به په هغه کور کښې پاتې شى او دا به د دې لرګى او کاڼى دواړه په پوره توګه تباه کړى.“


او هغه مُلک ونيسى. بيا تاسو راواپس کېدے شئ، ځکه چې تاسو به د مالِک خُدائ او د خپلو بنى اِسرائيلو سره ذمه وارى پوره کړې وى. نو بيا د مالِک خُدائ په نظر کښې دا مُلک ستاسو دے.


د هغۀ د حُکم لاندې به مونږ د کنعان مُلک ته ورواوړُو او جنګ له به لاړ شُو، خو زمونږ ميراث به د اُردن هم دې غاړې ته وى.“


”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو د اُردن سيند نه پورې غاړه واوړئ او د کنعان مُلک ته ورننوځئ،


موسىٰ وفرمائيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه خلق تباه کړى چې زمکه يې تاسو له درکوى او چې د هغوئ ښارونه او کورونه ونيسئ او هلته اوسېږئ،


د هغې نه وروستو چې کله تاسو هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ،


او په هغې باندې دا ټول قانون او خبرې وليکئ. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى، چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ستاسو سره د هغې وعده کړې ده،


”د موآب په مُلک کښې د عباريم غرونو ته لاړ شه چې د يريحو ښار ته مخامخ دے، د نبو غرۀ ته وخېژه او د کنعان مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.


مالِک خُدائ به تاسو د ټولو بيمارو نه وساتى، هغه به په تاسو باندې داسې خرابې بيمارۍ نۀ راولى کومې چې تاسو په مِصر کښې ليدلې وې، خو هغه بيمارۍ به ستاسو په ټولو دشمنانو راولى.


اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى،


مالِک خُدائ مړۀ کول او ژوندى کول کوى، هغه خلق قبر ته لېږى او واپس يې راولى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan