Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 14:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 دا قانون د هغه چا دپاره دے چې د جذام بيمارى لرى خو د خپل پاکوالى دپاره عامې نذرانې نۀ شى اخستلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 14:32
12 Iomraidhean Croise  

د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو، د هغۀ مينه ابدى ده.


کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته راوستلے شى.


نو دا قانون په کپړه د پشم په حقله دے، کۀ هغه پشم په وړۍ يا په لټه وى، يا د لټې يا د وړۍ په کپړه وى، يا د څرمنې جوړ شوى څيز باندې وى، نو د دې په بنياد به فېصله کولے شى چې دا پاک دى او کۀ ناپاک دى.


په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى.


دا اصُول د هغه کس د پاکوالى دپاره دى چې د جذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى،


کۀ هغه غريب وى او نور څۀ نۀ شى اخستلے، نو د هغۀ د پاکوالى د کفارې ادا کولو دپاره دې هغه يو ګډُورے د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى، دا به مالِک خُدائ ته د اِمام دپاره يوه خاص تُحفه وى. هغه به صِرف يو کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا د غلې د نذرانې دپاره او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل راوړى.


دا به د ګناه د نذرانې په توګه او هغه بله د غلې د نذرانې سره، د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. نو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د هغه کس د پاکوالى کفاره ادا کړى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل


چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan