Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 14:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او اِمام به هغه د خېمو نه بهر بوځى او وبه يې ګورى. کۀ هغه کس روغ شوے وى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 14:3
14 Iomraidhean Croise  

نو نعمان د اُردن سيند ته کوز شو، اووۀ ځل يې خپل ځان په کښې غوپه کړو، لکه چې څنګه اليشع ورته فرمائيلى وُو او هغه بلکل روغ شو. د هغۀ څرمن د يو ماشوم په شان روغه شوه.


يوه ورځ هغې خپلې نېکې ته ووئيل، ”زما خواهش دے چې زما نېک هغه سامرى پېغمبر له لاړ شى. نو د هغۀ په ذريعه به زما نېک د جذام نه روغ شى.“


کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته راوستلے شى.


چې تر کومې پورې د هغۀ دا بيمارى وى نو هغه به ناپاک وى او هغه به د خېمو نه بهر، د نورو نه لرې اوسيږى.


کۀ کله اِمام د دې کتلو له راشى او د کور د بيا لېولو نه پس پشم راڅرګند شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې کور پاک دے، ځکه چې پشم ورک شوے دے.


بيماران جوړَوئ، مړى ژوندى کوئ، جذاميان پاکوئ او پيريان شړئ. تاسو ته دا اختيار مفت درکړے شو او مفت يې ورکوئ.


چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.


او بيا د اليشع نبى په زمانه کښې په اِسرائيل کښې ډېر جذاميان وُو، خو د نعمان شامى نه بغېر په هغوئ کښې يو هم پاک نۀ کړے شو.“


بيا هغۀ هغه مريدانو ته جواب ورکړو چې، ”لاړ شئ او هر څۀ چې تاسو اورئ او ګورئ هغه يحيىٰ ته ووايئ چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى، مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زيرے اورى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan