18 د هغۀ د لاس په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه به د دې کس په سر باندې ولګوى. نو د هغۀ د پاکوالى کفاره به ادا کړى.
بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.
هغه به څۀ تېل چې د هغۀ د لاس په تلى کښې دى او څۀ د ګډُورى وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى چې د کوم کس اِعلان کيږى چې دا پاک دے.
او اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، چې د هغه سړى د پاکوالى کفاره ادا کړى.
هغه به د دې سخى سره هم هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ د ګناه د نذرانې د سخى سره کړى وُو، نو داسې به اِمام د خلقو د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف شى.
بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قربانګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر دپاره د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.
بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربانګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.
بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربانګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.
هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى او شل فيصده دې زياتې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام له ورکړى او اِمام به د هغه کس د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور پېش کړى او هغه کس به معاف شى.
موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.
اِمام به په قربانګاه باندې د هغه کس دپاره کفاره ادا کړى، چا چې په غلطۍ سره ګناه کړې وى او هغه به معاف شى.
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.